تبليغاتX
للمه

للمه

ټولنيز, ادبي او فرهنګي

منډه

مامې د خپل يار منډه وليده

لكه سپينه پوڅه د وريځو

چې شمال له غره نه يوسي

+ لیکل شوی پهدوشنبه 1388/08/18ساعت 8:43 لخوا ومان |


 

زولنې

ګاټې دي د لوبو

درنې دي

سترګې دې ولاړې دي

سړې دي

اوس خو د كنګل غوندې

څه نه اوري

اوس خو هم كڼې دي هم ويدې دي

زه پكې بندي  شه يم

خوښې زما خوښې

دغه غلې زولنې دي

+ لیکل شوی پهپنجشنبه 1388/07/02ساعت 16:38 لخوا ومان |


غرض

ګوره دې كې

زما خاص څه غرض نه و

يار مې نن د خداى لپاره ښكل كړ

+ لیکل شوی پهپنجشنبه 1388/06/26ساعت 9:29 لخوا ومان |


لرى

 دباران څاڅكو

پوټى لكه لرى

ګلكاري كړ

 

**********

د چوترې ژۍ

سبا مې دوى

مړى

كلي ته وړي

كليوالو هديره كې

ځاى د قبر معلوم كړى

 پلار مې نن چا خبر كړى 

چا وې ته هم يې خبره

دملا لوردې خورلڼه

څه بلا روي انجلۍ ده

هر څه وايي خوله سورۍ ده

هغې دا درته ويلي

دې بلا درته ويلي  

مورمې وينم

ترهېدلې

چې زيارت په زيارت ګرځي

چا لا نه ده خبره كړې

چې په چا خواره شي پېښه

د خوبونوورته وايي

د فالونو ورته وايي

د لښتي په ژۍ وي ناسته

 له  اوبو سره ږغيږي  

يوديوال دخونې لوېږي

 يوه ستنه راماتېږي

د دې خوب تعبېربه څه وي

دغه فال به بد كه ښه وي

نه پوهېږم

څه پوهيږم

څوك به څنګه ورته وايي

زاره چاودې به شي خواره

پلارمې پرته ، پرته ګرځي

زړه يې مات طبعه يې زاره

خو يو ته يې ،په غم بره  

ته دې خپل روزګار كوې

خپلې چرګې مړوې

د چوترې په ژۍ يې ناسته

سرې پښې سپينې پونډۍ دې

په خيال ورو، ورو زنګوې

سرې مرۍ دې په تاكۍ كې

آينې پرې پټوې

 نه پوهېږم

 زه دې هېر وم

كه مې سم دم هېروې

 

**********

تنهايي

زه خوتاته راغلم

تنهايي مې په خونه كې

بيا ګوښې پريښوده

ته مې يواځې كړې

**********

اتفاق

ښايي نورې چارې يې ښې وي خو دا نه ده

د دې ملك وګړي ټول په دې كې ګرم دي

اتفاق د سرسړي يې پيدا نه كړو

دې ولس كې چې څه كم  وهغه كم دي

********** 

ژامه

ماد خپلې موركۍ

تور ساده پړوني

سيخكونه

غاښ ټومبوني

د نكريزو وچې پاڼې

سلايي، رانجه ، رجلومه

په خلكو وويشل

نن مې ساختګي ژامه هم خښه كړله

خو ډېرې خاطرې يې

زما د خونې په ميخونو

د  دې كور په اندامونو

 را ځړيږي

 راږغيږي   

 

+ لیکل شوی پهچهارشنبه 1388/06/25ساعت 9:31 لخوا ومان |


د وجود له ستړې ساه سره مې مل وي

د  تا ياد مې اوس امسا ده د چندڼو

**********

 

+ لیکل شوی پهسه شنبه 1388/04/02ساعت 9:38 لخوا ومان |


عطر

ما دې  دوجود

په سړوعطرو پسې

خونې وغوښتې

**********

مسافر

كلا خو وينې!

توپونو ، تاړاكونو هم  ونه خوړه

اوستا كار يې ستا ياديږي؟

د وردګو 

اصيل خان و

ها چې تا ورنه يو وارې  چلم پټ و

خداى دې وبخښي ، اوس مړ دى

په وردګو كې يې نوم  و

زاڼې خوارې ته دې پام دى

داسې ! ښى لاس 

د اس په برابر ګوره

غوا رالوشي

همدا سږ منى شوه كونډه

زوى يې هلته له جومات سره ولاړ و

هغه وينې چې خادم يې په سرلاس ورتېروي

بس په مېنه يې همدا چچخه پاتې

ماښام ، لاټك ،غمى څو شلي نور

لادركه ،ګوډ او مات دي

دغه قبر

 د,ادې دى

هغه پورته ټول زاړه دي

مخامخ د شورويانود جنګونو

دغه پاى ته دوى په خپل منځ كې وژلي

دا بيا نوي

پرنګيانويې په ګډه وينې توكړې

دغه قبر د شين ګل دى

هاچې ستا سريې مكتب كې و مات كړى

دمارزك اكا وراره

دغه قبر

چې جنډه يې په زرتارو كښيده ده

د پښ زوى دوتاڼى دى

طالبانو يې سر ايښى په ټټر و

ويل يې زښته لوى جاسوس ود كفارو

څوك يې لمونځ او جنازه كولاى نه شي

كه چا ښخ كړ نو تر بدو بې حا ل بد وي

بيا يې ښځې باندې واړولې خاورې

هغه  غوا يې چې لوشله

د سور ساندې توړۍ لور

رښتيا تا ويل سبقونه

ته دلې وې چې د كلي مكتب وسو

 بيا چا كرښه دلې كش نه كړه تر ننه  

نو دا حا ل  دى كه حال غواړې

زموږ تورسرې، بس د خداى په هېله ناستې

ځه ورځه څادر راواخله

كور په كور به تسليت دوعا ته ورشو

نه پوهيږم څه غضب دى موږ ته شوى

نه پوهيږم  

څوك كافر، څوك منافق ، څوك مسلمان سو

 زموږ د كلي خلك دغسې تمام سو

 

۱۳۸۸،۲،۱۲   

باران

  اوس دې وجود پيغله شو

څانګې راژوندۍ شوې

 اوس باران ته مه ګرځه

**********

سكوت

رڼا زموږ په خونه كې

تمامه  شوه

سكوت خوله  واخيسته

**********

بوډا

پښې ولاړې

لاسونه ستړي

سترګې يې څري

 

**********

څوړمنى

ته د غره د غاړې واوره

زه د سر څوړمنې ګل يم

ته  را ويلي شه چې مړ يم

 

**********

مات

نن د خپل  وجود له سترګو

ولويدمه

مات  نشوم ، ويلي شوم

 

**********

 سيورى

زه په خپل كميس ولاړ يم

دغه سيورى زما خپل دى

د پاچا سيورى د بل دى

**********

 

كنګل

كاشكې ته كنګل  واى

يوه غرمه به مې په لاس كې

ويلې شوې وې

**********

 

رنګ

رنګ ماتيږي

لكه زموږه اندامونه

لكه شين ځنګل او غرونه

لكه زاڼه

لكه منى

لكه زما كاريكاتور

لكه ستا تاوده لاسونه

لكه دا تربته خونه

لكه لوبه ،ولونه، ولونه

رنګ دا مخامخ ديوال دى

رنګ په كلي كې ولاړ دى

رنګ په سپي پسې روان دى

رنګ د كلي ګاډيوان دى

كله بخت دى كله وران دى

رنګ شليدلې باديوه ده

رنګ ناروغه فلسفه ده

رنګ سېكه ده خو ناچله

رنګ پاختكه او بلبله

رنګ سړه انګړه كنګله

رنګ دى زياړې، رنګ كنځله

ځغله ، ځغله ، پرته ځغله

رنګ د باد په لوټه وله

رنګ دې وړي خړه كمپله

 

**********

باديوه

رنګ تپي ، باديوه انځوروي

لكه زموږ د زيارتونو

د كوترو غوندې سپينه

بې ازاره

لكه زموږ دماشومانو

دسپيڅلو  زړونو لاره

لكه زما  دشوبيني تسپو هينداره

**********

ګلاب

ته ګلاب يې او زه سيورى

نه رڼا لرم نه ستورى

**********

 

 

مامې سترګې ماتې كړې

مامې سترګې ماتې كړې

 

 

 

بياطبعه تخنومه او په خيال ګوتې وهمه

شپې ډيرې وتلي دوړې خاورې به پرې ناستې وي

 

 

 

 

ډالۍ:

توتكيو ته

 

 

څه مې ويل:

موږخپلو محروميتونو او فوق  العاده حالاتو ته په مړه ګيډه شاعري كړې خو خپل ژوند مو نه دى شاعرانه كړى ، ډيرې وړې ، وړې شيبې چې په شاعرانه كيدلو ارزيدې ، برسيرن ورسره تېر شوي يو، ،  زما خيال دادى چې ژوند دهنر له مالګې سره ګوذاريي كيږې ، په هغو تابلو ګانو چې انځورګريې نيم نيمښور زموږ د ژوند څنډې اوغاړې راخيستې او پاللې په حقيقي ژوند كې يې ورته  شيبې پر موږ خوږې كړې دي . په لاس كې كتاب موهم همداسې يوه هڅه وګڼئ ، كه مو شيبې ورسره خوږې نه  شوې خوږه لوړې خو به شي اوكه  داسې هم ونه  شول نو مرغ دې ښه وي بل به پاخه ګامونه كيږدي بنيادم په خپل وس  پړ دى

ومان

۱۳۸۷،۹،۲۷

**********

******

***

*

جامه

....

د مني شمال

تو دوخه پسې واخيسته

تا زما د خوښې جامې واغوستې

**********

ګاټي

....

اس راتېر شو

اوبه وششنېدې

ګاټي ښكاره شول

**********

هوا

....

ستا د دوو ، وليو ترمنځ

دجنت هوا

چليږي

**********

باران

....

بيا چكړى دى

ګډ روان يو كور ته

زه او باران

**********

ژمى

....

ژوند بيا دستنو

پيټي ته شو ورته

ژمى راغى

**********

سترګې

....

خپلې سترګې مې

ماتې كړې پرې وختم

تورو اوبو يوړې

**********

 

+ لیکل شوی پهسه شنبه 1388/03/26ساعت 17:49 لخوا ومان |


ديوال

....

د دې زاړه ديوال

باران استر

څېرلى دى

**********

كور

....

د رنګونو په سر تيږې

د باران غاړې ته كور

څو مرغۍ دي زه او مور

**********

رباب

....

كږه غاړه د ربا ب

دڅيلې دا اوږدې شپې

نه مې يار شته نه تسپې

**********

غزونې

....

مخامخ رڼه كړكۍ

هر سهار كړي غزونې

يوه وشنده جينۍ

**********

عطر

....

د كلي دماښام وږمې

دغلمينې ډوډۍ

عطر وويشل

**********

خاوره

....

نمجنه خاوره

لمر ته

ډډې تودوي

**********

منډ

....

اذان وشو

سپين ږيري ښويږي

جومات ته په منډ كې

**********

سياست

....

ډوډۍ دې وخوړه

خوله يې زما پاكه كړه

لور مې سياست لولي

**********

باداوريه

....

باد اوريې دې

نن بريتونه

در كنګل كړل

**********

ماښام

....

دګاټوغاړه

ايكې يواځې ماښام

د اوبوشرنګى

**********

تاريخ

....

د ديوال  د سر كوترو ته

تاريخ لولي

زما كشره لور

**********

سمندر

....

له الوتكې

لاندې ګورمه

سمندر ونې ته ورته دى

**********

مرغۍ

....

باران اوري

مرغيو خونې ته پناه راوړه

د تار كښ ځاله شوه ړنګه

**********

باران

....

باران به څه غوښتل

زموږله خونې

كه يې باد ملګرى نه واى

**********

شنه مرغه

....

د باران له اوبو سره

په شنه مرغه روانه

توتكۍ او چونګښه

**********

كړكۍ

....

شمال كړكۍ راخلاصه كړه

له دوړو سره

مخ يې راسپيره كړ

**********

داس سوه

....

څراغ او ستوري

د اس د سوو غږ

د سپيو غپا

**********

سينځلې

....

چوتكي ورك شول

خو سينځلې

پخې نه شوې

**********

خندا

....

زموږ تر منځ

مرغۍ والوتې

هوا وخندل

**********

مڼه

....

ستا غومبري

د پروسږكال مڼې دي

نه ځليږي

**********

تالنده

....

سپي ونوته غاپي

دتالندې له ويرې

ترږمۍ ده

 

**********

اننګي

....

سره غرمه كې مه ګرځه

دا نه چې اننګي دي

لمرته چېرته ويلي شي

**********

سږ كال

....

دبرات په شپه دې

ماته خولګۍ راكړه

بركت مې زړه ته لويږي د سږ كال

**********

اننګي

....

د نغري  انګار پوكي

اننګو كې يې تصوير

د لمبې جوړ شو

**********

+ لیکل شوی پهیکشنبه 1387/11/27ساعت 14:39 لخوا ومان |


 

ډيوه

....

له كوټې رڼا وتلي

تياره يواځې ده

ډيوه به بله كړو

**********

 منى

....

باران در پورې

لكه د مني خوله

څنګه نښتى

**********

 سهار

....

لمر له غره سره

دهوسۍ په ښكرو كې

سهارراوخوت

**********

 اينه

....

د ګل تصوير كه دې په كار وي

د باران له لغړو

اينو سره شته

**********

 ډنډ

....

نن زه او باران

په وړې سپوږمۍ پسې

ډنډته وښويدو

 **********

ټال

....

مړوند پر بنګړو

خوب ويني

كه ټال د بوډۍ جوړ شو

**********

 لار

....

غزيدلې لار

زما تر پلونو لاندې

نا بلده شوه

**********

هنداره

....

باران پيشو لمده كړه

خو هنداره يې

راپريوله

**********

سترګې

....

تاته مې كتل

دوړو مې سترګې

 له خاورراډكې كړې

**********

موچڼه

....

زه او تنهايي

د موچڼو له زوږ سره

لار لنډو

**********

مرۍ

....

شاته د تا لپې

د اوبو جام كې مرۍ

 مخامخ سپينه سپوږمۍ

**********

موسيقي

....

 باد سفر پيل كړ

موسيقي په ونو كې

وځنګيدله

**********

هنداره

....

ژمى هر سهار

زما دخونې هنداره

راويلي كيږي

**********

ځمكه

....

له دې غونډۍ ها خوا

طبيعت دى

ځمكه بربنډه ده

*********

 اخيړ

....

بوس قيمته شو

د بامونو د اخيړ

موسم دى

**********

 واوره

....

بيګاه شپه

دصبر ونو

واورې ته پناه وركړه

**********

لمن

....

اوس واوره ورو،ورو

د ديواله سيوري ته

لمن ټولوي

**********

وريځ

....

 ښويدلي وريځ

دهوا له ديوالو

په غره ناسته ده

**********

مرغۍ

....

په موريو كې

دود وهلې مرغۍ پريولې

پسرلني باران

**********

پاڼې

....

پاڼې تندۍ دي

ونې بې سيوري

 پسرلى بادونه

**********

خندا

....

دوى ورته خاندي

شادو، د انسانانو

پيښې كوي بيا

**********

 رڼا

....

له رڼا سره

زما شوكورې سترګې

هم څه تازه شوې

**********

پنډوسكى

....

غومبسو دې نن

مخ لكه دمالوچو

پنډوسكى پوست كړ

**********

+ لیکل شوی پهدوشنبه 1387/10/30ساعت 14:10 لخوا ومان |


برقه

....

باد ځېلوره ونه

لكه غولانځوره برقه

مازې ځنګوله

**********

 پيشو

....

دې درمنده ته

يوې پيشود مرغيو

مخه نيولي

 **********

پاختكه

....

ږلۍ د پاختكې

په ځاله كې اوبه شوه

لمر راښكاره شو

**********

سيورى

....

سپى په خپل سيوري ويده دى

شمال يې په غوږونو كې

بيا خاورې تويوي

**********

 پسرلى

....

هره مياشت په دغه لاره

يو دوه درىهګۍ وي ماتي

دپاختكو

**********

 ساندې

....

له سترګو يې ساندې

لكه باران

وڅڅېدې

**********

اندامونه

....

زما تيارې خونې

د رڼا اندامونه

ورو، ورو واغوستل

 **********

 سندره

....

كاشكې ستا سندرې زده واى

د دې غره سكوت به كله

 ماتيدلو

**********

تاته

....

كاشكې سترګې بدليدلاى

ما به  ځرځې  سترګې

تا ته واى ساتلې

**********

جنګ

....

تا هم سترګې جنګولې

 زما نن در باندې

 پام شو

**********

 شين توپۍ

....

برګه شين توپۍ

 ستا جامه را يا دوي

په  سپرلي كې

 **********

ستوري

....

موږ خو بدل نه شو

اوس  دې

ستوري را بدل كړي

**********

سترګه

....

سترګه مې چڼه كړه

ته مې ډيره لرې

وپيژاندې

 **********

 جينۍ

....

چې ما تر سترګو ، وه لاندې كړې

هغه جينۍ  مې

مور خوښه نه كړه

**********

كلى

....

ستا د سترګو طبيعت  ته

ډيروو ورته دغه كلى

چې اوس ترخو دى پوښلى

**********

شمشوبى

....

د كور په ټول كار كې

چې له يو بله وي پاته

زما د څراغ د ښيښې پاكول

او د شمشوبي اوبول خوښيږي

**********

لمر ګلى

....

 زړه مې د لمر ګلي غوندې

 چې ستا د راتلو لاره كې شين وو

كږه غاړه ، سپيره ونه

 شين څادر،زيړه څرمنه

ستا توده ساه يې ښكل نه كړه  

نه دې ونيوه لمنه

ژمۍ راغى

واوره وشوه  

**********

تيږه

....

بيګاه وه غره شړلې له ځانه يوه تيږه

له ستوروسره سمه وه روانه يوه تيږه

چې زما تش لاسى قام يې د دوزخ لمبو ته ونيو

هغو ته دې راخير نه كړه آسمانه يو تيږه

وخت بيا درته په ټك روي ليوان دي درولي

په جيب كې ورته ساته ومانه يوه تيږه

**********

خاطره

....

په خپلې

يوې خاطرې پسې

ستون شومه

يو اوږد سفر مې وكړ

و مې موندله

په يو تربت ځنګله كې

 ښې ډيرې خاورې وې پرې ناستې

ومې څنډله

پرې مې وله

ځاى ځاى رڼه شوه

خو نوره

لكه د لوښي منګې

خپه پاتې شوه

۱۳۷۸،۲،۸

**********

ناوكۍ

....

هديرې مو

په فصلونوكې تم نه شوې

اوس كوم دور د كلا ته

 قبر جوړ كړم

چې مرغيو ته ورلنډ وي

چې زما د ماشومانو

ناوكيو، ته ور لنډ وي

**********

سان

....

نورې څه را ښويوې ، له ايوانه وږې شپې

په كار مو نه وې دومره هم، آسمانه وږې شپې

هر مړى د غريق راباسې سطحې ته اوبه

غوږنيسه چې درباسې مې له ځانه وږې شپې

په خپل وجود به كيږدمه سل غرونه عذابونه

چې تا رانه و نه څټې پيزوانه وږې شپې

تان، تان يې زما په قام په ولس چې رپولې

هغوى پر موږه بايلودې سورسانه  وږې شپې

راجوړه عجيبه د كاركاختي شوه په وطن كې

چې سږ دې پسې وا نخلي  ومانه  وږې شپې

۱۳۷۵،۳،۱۸

**********

هديره

....

زه چې مړ شوم

هديرې ته به مې نه وړئ

ما د خپل كور په انګړ كې

دهمدې څګي  تر غاړې

د دې توت سيوري ته ښخ كړئ

 هديرې ته به بيا څوك راوړي

زما د وړې لور

دلوبواوسندرو زوږ

هديره خو ډيره لري ده  

**********

بهاڼه

....

سترګې پټې كړم په خيال كې

په شنه پوله راته شنه شې

دشنه فصل انتها ته

د بنګړو په شرنګ كږه شې

لكه تكه سپينه بهاڼه

رانه سر واخلې ، ناڅاپه

چنارونو ته ستنه شې

**********

آينه

....

آخر به ستا په سر شي ګوره سپكه آينه

پټه درنه ساتم اشنا ځكه آينه

زما يې نه منل حسن څه كانې پرې وكړې

نوې ننداره ده شوه چملكه آينه

**********

ټوپونه

....

ويښ ويده په چوتره پروت وم

د ماشومې لور د چكو، غږ ته ورته

له يو غږ سره مې

سترګې وغړولې ، خو لور مې نه وه

وړې چونګښې

پر چوتره ټوپونه وهل

**********

 ګيلاس

....

زه د ګوتو منځ كې ګورم

د خپل لاس له پنجرو نه

د تا لاس دى په ګيلاس كې

ګيلاس ډك دى له اوبو نه

 **********

 مجبوري

....

زړه مې كيږي چې ور وكاږم

د ونې شنې تنې ته اور واچوم

او د ديوال جګوالى ونړوم

خو توتكۍ ځاله په وره ايښې ده

د ونې سيورې ته مې سپى ويده وي

د ديوال ژۍ ته مې لاس نه رسيږي

ستا د ديدن ځكه كاختي ده ياره

د هر چا خپله مجبوري ده ياره

 **********

+ لیکل شوی پهدوشنبه 1387/10/30ساعت 14:2 لخوا ومان |


شنه حافظه

....

دا ونې مه كاږئ

د هغو سيوري ته

زموږ د كلي ناروغان

دداكټرانوانتظار كوي

دهغو سيوري ته

سپي له ګرمۍ پټيـږي

په دغو ونو كې

مرغۍ اكوڼو ته

د الوت چل ښيي

سوالګر غرمې اړوي

ماشومان هلته (كوله شتره ) كوي

څوك به  تسپې اړوي

كوچىما ما ګورئ !   پوڅه شړومبې خرڅوي

دا ونې مه كاږئ

پاچا په خپل لاس ايښي

د هغه اروا پرې خپه كيـږي اخر

دا يې د لاس نخښې دي

دا ونې مه كاږئ

د هغو په ډډ كې پريږدى

ها ماشومان چې په ټولګيو كې تختې نه لري

مشق وليكي

ښايسته ډير خطونه

په نستعليق ا و په شكست وليكي

داونې مه كاږئ

د محكمې په وړاندې

د كلات خان د سماوار په خاطر

داخلك نه وينئ

ورځه كه دوئ تږي شي

تنده به چيرته وړي

تاسي په ونو كې

ځالې مرغۍ نه وينئ

د دوئ هګۍ ورستيږي

د دې مرغيو ازار ولي اخلئ

دا ونې مه كاږئ

سلام اكا دلې زما په يادو

لا هم رباب غږاوه

دلته زموږ خاطرې

له دغو څانګو سره ژوند كوي

په دغو ونو پورې

دمينانو حافظې غوټه دي

ارې تيشې مو يوسئ

دا ونې مه كاږئ

د ښـار په شنه حافظه ورحميږئ

 كوله شتره : د ماشومانو لوبه ده

**********

 لار

....

لكه باد لكه باران درسره ځمه

لكه سيورى يم روان درسره ځمه

چې هر پل دې ښكلوم تندى وهمه

دكږې لارې په شان درسره ځمه

زه قيدي د تا د سترګو يم اسمانه !

لكه ستورى په تاوان درسره ځمه

كه د غره د طبيعت په څېر شډل يم

خو په طبعه د ومان درسره ځمه

********** 

درويزه

....

نن سهارمې ابۍ ولوې

 برګې ميږې، زيړې غواوې

يوه كټو يې راجلاكړه

 ويل يې دا درسره واخله

    ځه ثواب به دې شي زويه

دغه شا ته ګاونډى مو

 وايې ډير په بده ورځ دى

خداى خبر كه مياشت پوره كړي

لور يې هغه ورځ ويل چې

ډاكټرانو ځواب كړى

 سرطان  يې دى، با - زويه

كور يې مخامخ په لمر دى

توربخونه  شنه پرده يې

په كوډله راځړيږي

همهغه زړه بوډۍ چې

 ګوزڼ ووهله منى

اوس يې ژبه څه ټمبه ده 

د خبرو مجلس نه ده

 دا كټو وركه  هغې ته

بيا به وزي درويزې ته

 *********

د درې رنګ

....

 خپل افكارله  ذهنه باسم

مځكه يې سوځم او ټول لمر ته وچومه

بيا كه ژوند وو

شنه دره پكې كرمه

ته دې سترګې په پور راكړه

يو هغه پكې كرمه

ماشومتوب مې يو خوږ خو ب دى

  ټول يې نه  يوه حصه  پكې كرمه

 ته پوهيږې د درې نور به له څه وي

ته پوهيږې چې به چېرته  واښه شنه وي

كه راځې نو يوبه ته يو به كبلى وي 

ددرې رنګ به تياره غوندې نيلى وي

د درې رڼا به ټوله وي له ځانه

 خداى دې راوله ،اوبوغوندې جا نانه   

**********

زاڼې

....

اې د غرونو  دسر زاڼې تا ته ګورم

د رڼا  په پله روانې، تا ته ګورم

در ښكاريږي زموږ  كلى ،زموږ خلك

برجورې كلا ګانې ،تا ته ګورم

زموږ دكلي د شګلنې لارې حال را

څوك روان دي مخ په كلي ،څوك له كلي

پلو غاړې جينكۍ  درمعلوميږي؟

ميږي غواوي چيرته پيايي ، چيرته څري؟

له زابورسره  كولبه وايه  د چا ده

چا تړلى اوس غوبل په درمند ځاى دى

په كوم فصل كې لو ګډ دى د غنمو

څو ډمان يې له ډلو سره بللي

چا ايستلى دى حشر د زلمو ګوره!

د لاسونو د تڼا كو حال يې راكه

د لرونو، د خوراك احوال يې راكه

((خانو ګي)) اكا ايستلى دى سپى ښكار ته

مړزان يې په برجانو كې چغيږي

دزڼكو مو خوسى ياد كه يې هير شوى

پښ اكا هغسې خوار  كه اباد شوى

(كوله شتره) د چا هيره ده كه ياده

ګټې اوس هم (د كوڅۍ او  د دوبۍ دي)

كه زلمو ايښي باغونه او تاكونه

لپه، لپه لابهيږي كه وچ شوي

زاڼې ! تا ته درښكاريږي كاريزونه

د دالان د تنرونو لمبې وينې

غيږې، غيږې نري پاستې ليچې سپينې

په پوټلنه لار دكلي كې څوك ښكاري

څرخنده په لاره ځي كه په كرارې

زاڼې څو كسه  په ټيټه ملا ګرځي

په امسا او په تكيه ږدي قدمونه

دخوارانو ژوند په سوال په درويزه دى 

د ولور رواج بدل شو كه هغه دى 

سبقونه ناروا او  كه روا دي

كليوال مو په ماشه او كه پخلا دي

ګرديګوښ په كلي وګرځه تر پايه 

زاڼې ټول ټكي به ټكي حال به  راكړې

په زړګي مې سرې تڼاكې دي ولاړي

زما ياديږ ي د مستو ككړې ګاړې

يادونه:

دغزني خلك يو متل لري ، وايې:(  ګټې يا د كوڅۍ دي او يا د دوبۍ ) مانا دا چې ګټې يا د هغو كسانو دي چې خوندې او لوڼې لري او په هغو ولور اخلي او يا د هغو دي چې په دوبۍ كې كار وبار لري

خانوګى : خان محمد خان زموږ د سيمې مشهور كرك باز    

**********

ته هغه يې

....

ته هغه يې

چې په ما دې كجاوې وړې د انګورو

زما به لوبو ته سودا وه

تا به ور راته ټمبه كړ

په نينو به دې كړم غلى

ستا د سترګو نيلي ګاټي

ته  هغه  يې

هله مرګ مې در ړومبى كړې

د تا څومره پلمې زده وې

څومره ډير خواږه نكلونه

د ديوانو ښامارانو

زه دې څومره ډارولم

له شيشكو له پيريانو

بس اخر به دې در پټ كړم

له دې ټولو بلاګانو

په زاريو به شوم  ستړى

ته به شنه سوي له خندا نه

ستا څېره كټ مټ هغه ده

ته دې سترګې كړه راپورته

ګردې ګردې بڼورې

خياليګرې كونجورې

 ستا رجلومه درسره  ده

 راته كيږده زنګون كيږده

په رضا مې كړه را تورې

غبرګې  سترګې تكې تورې

 نه به سپكې وي نه سپورې

په رضا درسره وړمه

غوټې، پنډې په هر لورې

اوس زه هغه هلك نه يم   

هله  څڼډ وهه لمنه

جيب ته لاس كړه راكړه ستنه

چې له كوره درته راوړم

تور توتان ډكه لمنه  

 **********

 عسكره

....

څنګه

ته قلم نه لرې ؟

سپينه پاڼه هم درسره نه شته

خېر دى يوتګړى سكور به راجلاكړم

ته دې

په پتك ، شاژور ،قنداق او پرتله وليكه

موږ په دې كلي كې  كابو پنځوس كوره ميشت وو

راځه پنځه ، پنځه به يې وشميرو

ته يې ضرب كړه

چې څو كيږي

- دونيم سوه

ګله ! لاس دې په جنت سه

- بوډا ! دا دې څه وويل

دازما تكيه كلام دى

يوه دوعا مې درته ووته له خولې

ښه تا ويل دونيم سوه

اوس پنځوس تنه ژوندي يو

ته دا تر ې وباسه

- دوه سوه راوزي

نو په دې حساب خو مو دوه سوه وژلي

دا سكاره او خاورې وينې

تر همدغو لاندې خښ دي

- بوډا! دښمن چا سهلى

خامخا به طالبان وو

يه ، عسكره !

داسې نه ده

ورځه لس به طالبان وو

چې ته خوشاله شي

شل ، ديرش اوڅلويښت  به طالبان وو

نور زڼكي ، ماشومان، پيغلې ، سپين سرې زما په عمر بوډاګان وو

په هغوباندې  مو ولې  خونې  چو كړې

له دې لسو كورو پرته

نور نو ګرده په پاچا پسې ولاړ وو

- بوډا ! موږ ته همداسې امر سوى وو

تاسې ورشئ خپل پاچا په حال خبر كړئ

زه څه نه شمه كولاى

ته وايې پاچا ته ورشو

هغه زموږه كليوال دى

اخر مړى او ژوندى مو سره ګډ دى

هغه تكې تورې ونې وينې

لكه الييل سوى پسونه

د هغو تر شا يې كور دى

خواركي د غم كاسه وه راليژلي

او د غم په ټغر هم راسره ناست وو

خوار په خپله ژبه ويل

چې له وسه مې خبره نوره وتې

ماته ګوره يه عسكره!

خپل پاچا ته همدا اوس تيلفون وكړه

ورته ووايه بيګاه مو

د لسو تنو له توسنه

اته شلي كسان وژلي

 دايو بل ټكۍ يې هم تر غوږ ور تېر كړه

دلې خلك  دا هم وايي

دښمني د مهذب دوست به وي څنګه

چې پاچا په دې كې څه وايي عسكره

**********

 لار

....

باران تم سو

نمجن عطر

برګ اسمان

راڼه ګاټي

شګلنه لار

د پلونو شغا

لكه څوك چې

په خوله كې اړوي

تاكۍ تاكۍ بوره

**********

دا يو څو بيته مې د غاړو په وزن ليكلي

دره

....

د اوښ په شا يې راوړه

له غرونو سپينه واوره په غرمه كې

 

له پاسه ميږې راغلې

رمباړې سوې په تكه شنه دره كې

 

ليلا شيله كې ناسته

انځور يې جوړاوه د زيړنكې

 

چوغكه په هوا شوه

ترې پاته سوې زري زيړې بڼكې

 

نه زركي شته نه زاڼې

راځه كه اوس لمبيږې په چينه كې

 

ما زړه درباندې جوړ دى

تر تورې توتكۍ جوړې نازكې

 

ځوانې دې خداى روزي كړه

خالونه رنګ په رنګ سپينې خامچكې

**********

ګرده لمن

....

نورې سترګې نوري دي

تورې سترګې توري دي  

ګډه وډه راغله

ړنګ ورپسې لوري دي

شين د كناويز كميس

شنه پكې راستوري دي

 ګرده لمن راوړه

ورك راځينې سيوري دي

**********

+ لیکل شوی پهدوشنبه 1387/10/30ساعت 13:51 لخوا ومان |